
کابل، د زمري ۲۳مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د دغه ښار د دویمې ناحیې اړوند په قوای مرکز سیمه کې د یوه جومات د بنسټ ډبرې د اېښودو خبر ورکړی دی.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري، په داسې حال چې د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو، د سیمې مشرانو او ګڼ شمېر اوسېدونکو یې ملتیا کوله د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د اسلام مقدس دین له نظره د جوماتونو جوړولو په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې دا جومات د سیمې د دین دوسته اوسېدونکو په غوښتنه د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ جوړېږي.
دغه جومات د یادې ناحیې د یوه اوسېدونکي په مالي ملاتړ په دریو پوړونو کې په ۳۵۸ متر مربع ځمکه کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي، چې په یوه وخت کې د ۳۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري.