خبرونهټولنهنړۍ

سږ کال به یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کړي

 کابل / د وري ۲۰ مه / باختر

د سعودي عربستان حکومت ویلي چې سږ کال به له ټولې نړۍ څخه یو میلیون وګړي د حج فریضه ادا کړي.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت ویلي په پلان کې لري چې سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره يو میليون مسلمانانو ته ونډه ورکړي.

دغه وزارت د حاجیانو د منلو شرایط هم اعلام کړي او ویلي یې دي چې یوازې هغه حاجیان چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو کم وي او د کرونا وبا واکسین یې هم کړی وي، د حج په مراسمو کې ګډون کولای شي.

سعودي عربستان ويلي هر هغه څوک چې دغه هېواد ته د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره ورځي باید۷۲ ساعته مخکې د کرونا معاینات وکړي او پایله یې باید منفي وي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له ټولو حاجیانو څخه غوښتي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي لارښوونې رعایت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې سعودي عربستان د کرونا وبا د مخنیوي په پار د حج په مراسمو کې د حاجیانو شمېر کم کړی و.

تېرکال یوازې ۶۰ زرو حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته