خبرونهاقتصاد

د کابل په ۱۰مه ناحیه کې لسګونه متره غصب شوې ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

 کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر

کابل ښاروالۍ په لسمه ناحیه کې له غصب څخه د لسګونه جریبه ځمکې د خلاصېدو خبر ورکړی دی.

د کابل ښار د لسمې ناحيې مرستيال قاري عبدالحى شهيدزي رسنیو ته ویلي، چې د لسمې ناحیې اړوند د تایمني سابقه څلور لارې سیمه کې، غصب شوې شنه سیمه تر پېژندلو وروسته بېرته راوګرځول شوه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه ١٥٠ متره مربع ځمکه، چې د شنې سیمې لپاره ځانګړې شوې وه، اوس له شخصي ګټې اخیستنې څخه ازاده شوې او په  پام کې ده، چې په يوه معياري شنه سيمه به بدله شي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېڅ څوک نشي کولی له عامه ملکیتونو څخه شخصي ګټه پورته کړي.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا