فرهنګ

د واټونو د نومولو د کمېسيون ناسته جوړه شوه

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د واټونو د نومولو د کمېسيون ناسته جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په ناسته کې له زياتو خبرو وروسته د کمېسيون غړو موافقه وکړه، د کابل ښار يوشمېر واټونه چې پخوا نومول شوي دي؛ نوي نومولو ته اړتيا نلري.
همدارنګه کمېسيون پرېکړه وکړه چې تر موسى کلا پورې دې د هوايي ډګر سړک چې نوى جوړ شوى دى؛ د بې بي مهرو واټ په نامه ونومول شي.
د کمېسيون غړو د واټونو د نومولو د شپږو مواردو په اړه چې په اجنډا کې شامل وو، خبرې وکړې او په هر مورد کې تصميم ونيول شو.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته