امنیت

په جوزجان کې د لمونځ کوونکو په لاره کې دطالبانوناکام بم ايښودل

کابلباخترداسد١٧
د جوزجان ولايت سيمه  ييز مسوولين وايي چې د لمونځ کوونکو په لاره کې د طالبانو بم ايښودل يې ناکام کړي دي  .
د رپوټونو له مخې ،  وسله والو طالبانو داختر دلمانځه له اداکولو څخه څوساعته مخکې د آقچى _ منګه جک دولسواليو په تګلوري کې بم ځاى پرځاى کړى و.
د جوزجان ولايت دمنګه جک د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدايوب باخترآژانس ته وويل ،  چې دى له خپلو افرادو سره دغه بم  يو جامع جومات ته د لمونځ کوونکو له ورتګ څخه مخکې کشف او شنډ کړى دى .
دپوليسو ددغه مسوول د څرګندونو له مخې :  طالبانو غوښتل ددغه بم په ايښودلو سره ترورستي خونړي پيښه رامنځته کړي .
ويل کيږي چې بم په يو بوشکه کې ځاى پرځاى شوي و.
هغه لاره چې طالبانو پکې بم ځاى پرځاى کړى ودهغو لمونځ کوونکو په لاره کې موقعيت لري چې ټاکل شوې وه څودقيقې وروسته يوجامع جومات ته داختر دلمانځه د ادا کولولپاره په هغه لاره تير شي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته