امنیت

څلور تنه په تخار کې دانسان تښتونې په تور ونيول شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
څلور تنه دانسان تښتونې په تور په تخار ولايت کې ونيول شول. دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې ددغې ادارې موظفينو دخاصو عملياتو په ترڅ کې فريد الله ،خير الله ، خان او مرزا چې څه موده مخکې دتخار ولايت يو اوسيدونکى له يوه سراچه ډوله موټر سره دتخار ولايت دبهارک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د پيسو دترلاسه کولو په مقصد تښتولى و له يوې مکروف تومانچې او له يوې برچې سره ونيول .
په يوبل اقدام کې دملي امنيت موظفينو دتخار ولايت دينګي قلعه ولسوالۍ د زاړه ښار اوسيدونکى محمد ادريس چې سل زره افغانۍ له وزيرستان څخه ورته حواله شوې وې او غوښتل يې چې پيسې دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دينګي قلعه ولسوالۍ لپاره دنومول شوي ولسوال مولوي نصر الله په واک کې ورکړي، ونيوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته