ورزش

دپيمان ټيم دکوثرټيم ته ماتې ورکړه

کابل- باختر دلړم دويمه
دهرات دحذفي جام دفوټبال سياليو پرون مازيګر دکوثر او پيمان دټيمونو ترمنځ لوبې سره دوام وکړ.
دهرات دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق باختر آژانس ته وويل په دې لوبه کې دپيمان ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره دکوثر ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د دوه ويشتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي ديوبل خبر له مخې . دهرات ولايت دولسواليو دجام دفوټبال دسياليو پنځم اوونۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام کوي باختر آژانس ته دهرات دورزشي آمريت دمرستيال ضيا الحق ضيا دڅرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده نن دچشت شريف او دانجيل دولسواليو ټيمونه لوبه وکړي.
په دغو سياليو کې دولسواليو څوارلسوټيمونو او دهرات له اوو ښارګوټو څخه دوو ټيمونو ګډون کوي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته