ټولنه

د کابل ښاروالۍ خبرتیا

کابل / د سلواغې ۱۸مه/باختر
لکه چې لیدل کېږي، یو شمیر ښاریان په خپلو ورځنیو معاملاتو، د کورونو په کرایه او ګروۍ کې د پلورلو او پېرودلو لپاره له بهرنیو اسعارو کار اخلي، چې د دوی دا کار د هیواد له نافذه قوانینو او مقرراتو خلاف عمل دی.
په دې توګه د معاملاتو د لارښوونې له دفترونو، د کورونو او جایدادونو له مالکانو او ټولو ښاریانو هیله کېږي چې خپل پولي ارزښت ته چې افغانۍ دی په درنه سترګه وګوري او په خپلو معاملاتو کې له خپل ملي هویت څخه ګټه واخلي.
د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته، دا موضوع په دوامداره توګه څارل کېږي او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کېږي.
پای -ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا