سیاست

لوړ رتبه دولتي مقاماتو د مقاومت په څلى د ګلو ګيډې کيښودې

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
يوشمېر لوړ رتبه دولتي مسوولينو نن د مقاومت په څلى د ګلانو د ګيډيو په ايښودلو سره د شهيد احمد شاه مسعود او د جهاد او مقاومت د نورو شهيدانو د ياد درناوى وکړ .
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د مقاومت په څلى  د ګلانو د ګيډيو د ايښودلو مراسم نن په ځانګړو پوځي مراسمو سره پرځاى شول .
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي، دسترې محکمې د رييس سيد يوسف حليم، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود، د اجراييه رياست لومړي مرستيال انجنير  محمد خان او د سنامجلس لومړى نايب محمد علم ايزديار دمقاومت په څلى د ګلو د ګيډيو د ايښودلو په ترڅ کې د شهيد احمد شاه مسعود او د جهاد او مقاومت د نورو شهيدانو پاک روح ته يې دعا وکړه .
احمد ضيا مسعود د لنډو خبرو په ترڅ کې، مسعود په افغانستان کې د معاصرو جګړو اتل وباله .
ده وويل: مسعود د سره پوځ د يرغلګرو ځواکونو په وړاندې او وروسته هم د پاکستان د پټ يرغل په وړاندې په جګړې او مبارزې سره په هيوادکې يو ستر اتل شو؛ افغانستان د ده د ميړانې او سرښندنو درناوي کوي.
د لوړ رتبه دولتي مسوولينو له خوا د ګلانو د ګيډيو له ايښودلو وروسته يوشمېر  لوړ رتبه افسران، لوړ رتبه دولتي مامورين او يوشمېر کابل ښاريان د مقاومت څلى ته لاړل او د شهيدانو د خاطرو درناوى وکړ .
  بايد وويل شي چې په همدې مناسبت ځانګړي مراسم د ملي امنيت په لوى رياست  او د سرحدي ځواکونو په لويې قوماندانۍ کې هم پرځاى شول .
د ملي امنيت  لوى رييس  رحمت الله نبيل په دې ترڅ کې چې د شهيدانو روح ته يې  دعا وکړه؛ خپل مرستيال يې موظف کړ چې تل د ملي امنيت د شهيدانو د کورنيو پوښتنه وکړي او د هغوى ستونزې وڅيړي.
نن د وږدي مياشتې اتلسمه نيټه د هيواد د ملي اتل شهيد احمد شاه مسعود د شهادت له کاليزې سره برابره ده چې د دغه ستر شهيد د شهادت له کاليزې سره جوخت په هيوادکې  د شهيد اوونۍ پيليږي.
شهيد احمد شاه مسعود له نن څخه ١٤کاله مخکې د تخار ولايت په خواجه بهاالدين ولسوالۍ کې د دوو تنو تروريستانو له خوا چې د خبريالانو په توګه يې ځانونه معرفي کړې وو؛ شهيدکړى شو .
يوشمېر سياسي کارپوهان د شهيد مسعود د وژنې توطيه بهرنى پروګرام بولي؛ خو تر اوسه پورې د ده د وژنې د توطيې څرنګوالى نه دى مشخص شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته