خبرونهاقتصاد

د کابل ښاروالۍ د عوايدو رياست او د پنځو ناحيو اداري اجراآت وڅېړل شول

کابل، د زمري٢٠مه، باختر
کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد د پلټنې د عالي ادارې له تخنيکي ډلو سره په غونډه کې د عوايدو د راټولولو د څرنګوالي په برخه کې د عوايدو رياست او د پنځو ناحيو کاري اجراآت و ارزول.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې کابل ښاروال د شفافيت، حساب ورکولو او ښي حکومتوالۍ د تامينولو لپاره د پلټنې عالي ادارې د تخنيکي ډلې له هڅو قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ چې په راتلوونکو اجراآتو کې به د مکافاتو او مجازاتو د اصل په پام کې نيولو سره له مسوولينو سره چلند وشي.
هغه دغه راز د پلټنې د اغيزمنتوب او د کيفيت لوړلو په لاره کې پر ګډو هڅو ټينګار وکړ او له فساد سره د مبارزې او د فساد د مخنيوي او کمښت په لاره کې د پلټنې عالي ادارې فعاليتونه ډېر مهم وبلل.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا