خبرونهاقتصادټولنه

د کابل ښاروالۍ معین د خوشحال خان مینې د اتصالي سړک د جوړولو د کار بهیر وکوت

 کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین مولوي حبیب الرحمن منصور د خوشحال خان مینې د ( ج ) برخې اتصالي سړک د جوړولو د کار بهیر وکوت او د دغه سړک د کار پر ګړندي کولو یې ټینګار وکړ.

د باختر آژانس د خبرله مخې، د دغې کتنې په بهیرکې په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې رئیس مولوي عبدالحبیب او د پنځمې ناحیې رئیس مولوي صلاح الدین ابوبکر هم حاضر وو، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین د دغه سړک د کار د ګړندي کولو په اړه اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د دغه سړک له تګلوري د خنډونو د پورته کولو کار ډېر ژر ترسره شي او دغه پروژه باید په ښه کیفیت سره تطبیق شي.

د دغه سړک د جوړولو کار به د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست د ماستر پلان له مخې د ۱۰۵۰مترو په اوږدوالي او د  ۳۰ مترو په سور سره په معیاري ډول په یو کال کې جوړ کړي.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا