اقتصاد

ديرش مليونه ډالره ليلاميږي

کابلباختردسلواغې  دمياشتې ٩ : 
د افغانستان بانک دبهرنيو اسعارو په وړاندې دافغانۍ دثبات دساتلو په مقصد  ديرش مليونه ډالره   ليلاموي . 
د  افغانستان بانک  د روان کال د سلواغې  د مياشتې   په ١٢ نيټه  د شنبې  د ورځې
په  داوطلبۍ کې ديرش مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطوبرابرله ټولوصرافانواوتجارتي بانکونوڅخه چې پخوايې يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍ دتضمين په ډول دافغانستان بانک دبازاردعملياتوپه لوى مديريت کې تحويل کړي دي، غوښتنه کوي چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلف دي چې خپل حسابونه په دوو ورځوکې تصفيه کړي .
دغه رازله ټولو برخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې دداوطلبۍ فورمې دشنبې د ورځې دسهار په نهو بجو د بازار دعملياتو له مديريت څخه ترلاسه اوترنهه نيمو بجو پورې دې بيرته اړوندو موظفينو ته وسپاري او هغوصرافانو چې تراوسه پورې  يومليون اوپنځه سوه زره افغانۍ په ډالري ليلامونو کې دګډون په مقصد د تضمين په ډول نه دي تحويل کړي؛ کولاى  شي له داوطلبۍ څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
دمعاملوقسمي تصفيه مجاز نه ده او دليلام ګټوونکي دې دخپل ذمت پيسې يوځل په  نغده اويا د حوالې په ډول په ټاکلى وخت کې  په بانک کې تحويلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته