فرهنګ

په سلګونو ټوکه کتابونه د عامه کتابتونونو رياست ته ورکړل شول

کابل باختر دوري  اوولسمه :
يو زرو يوسلو شپيته ټوکه کتابونه نن د عامه کتابتونونو رياست ته ورکړل شول.
  دغه فرهنګي مرسته په سويډن کې د يوه ميشت افغان عبدالجبار فراز له خوا شوې ده چې د ده د استازي په واسطه د عامه کتابتونونو رياست ته وسپارل شول .
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې مرسته کې ديني، ادبي، فلسفي، ټولنيز، د اروا پوهنې د اساساتو او تاريخي کتابونه شامل دي .
د جمهور رييس د وياند د دفتر مرستيال او د عامه کتابتونونو د رياست پخواني سرپرست دواخان مينه پال زموږ د دغه فرهنګ دوست هېوادوال د دغه ښه اقدام له امله په قدردانۍ سره څرګنده کړه: دغه کتابونه ښه معلوماتي محتوا او مضمونونه لري او له شک پرته له هغو څخه په استفادې سره زموږ د خلکو په تېره بيا د ځوانانو د پوهې کچه لوړيږي .
دواخان مينه پال چې په دې وروستيو وختوکې د جمهور رييس د وياند د دفتر د مرستيال په توګه تاکل شوى دى؛ نن يې د عامه کتابتونونو د رياست له کارکوونکو سره مخه ښه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته