
کابل، د وږي ۵مه، باختر
کابل ښاروالۍ د کابل – جلال آباد د لویې لارې په اوږدو کې د یو شمېر ناقانونه تاسیساتو د ویجاړولو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ۹مې ناحیې د مسئوولینو له لوري د ښاري نظم عملیاتي پلان په پلې کولو سره د کابل- جلال آباد سړک اړوند د پکتیا کوټ په سیمه کې یو شمېر ناقانونه تأسیسات پاک اولمنځه يوړل شول.
په خبرپاڼه کې د یادې ناحیې د رئيس حافظ حیات الله حیات له قوله ویل شوي، چې د یاد سړک دواړه خواوې له مطبعې څلورلارې تر څرخي پله پورې له ناقانونه تأسیساتو او نورو خنډونو پاکې شوې.
سرچینې زیاته کړې د یادې لارې په اوږدو کې همدارنګ له يو شمېر نورو سرغړونکو ژمنه واخېستل شوه څو، هر څه ژر د خپلو ناقانونه تأسیساتو د پاکولو په اړه اقدام وکړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، د کابل- جلال آباد سړک د پراختیا په موخه د تخنیکي اسنادو برابرولو لپاره دا سړک له ناقانونه خنډونو څخه پاکېږي.