خبرونهورزش

د کابل ښار د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته لوبغاړي غوره شول

کابل، د لړم ۲۶ مه، باختر

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک ‌وهنې ملي فدراسیون په تمريناتي ځاې کې د کابل ښار څلورم زون د سوک وهنې پیل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې.

د بدني روزنې او ورزش ریاست ویلي چې دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د کابل ښار څلورم زون ١٦کلپونو ٩٦ ورزشکارانو په ګډون پيل شوې وې چې نن پنجشنبه يې پایلوبې سیالي ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې د سياليو په ترڅ کې ٢٠ ورزشکاران د کابل ښار څلورم زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او تقديرنامې هم ورکړل شوې.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا