
کابل، د چنګاښ ۲۹مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د پلاني او غیرپلاني ساحو د ارزونې او کابل ښاریانو ته د آسانتیاوو برابرولو لپاره د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق په موخه له غیر پلاني ساحو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي غونډه پرون تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د افغانستان اسلامي امارت د احکامو او فرامینو د څارنې او تعقیب لوی ریاست عمومي رئيس مولوي شمس الدین شریعتي، د اطلاعاتو کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال مولوي خالد سجستاني او د اړوندو ادارو تخنیکي او مسلکي کارمندانو هم شتون درلود.
په غونډه کې د کابل ښار د ماسټر پلان، د هغه د اطراف ولسوالیو، د کابل ښار د داخلي او ناحیو د نویو ښارګوټو، د پلان شویو ساحو او د هغو د پراختیا، د غیرپلاني ساحو د استفادې د څرنګوالي او پر وړاندې د شته خنډونو او همدارنګه د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په اړه خبرې اترې وشوې او په اړه يې لازم تصمیمونه ونیول شول.
ع.ا