ټولنه

د ترانسپورت دملي کميټې غونډه جوړه شوه

کابل  باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
دترانسپورت دملي کميټې غونډه  د جمهوررئيس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوررئيس دفوق العاده استازي باخترآژانس ته خبرورکړ :
د ترانسپورت دملي  کميټې په غونډه کې چې د اړوندو  ادارو داستازو  او نړيوال بانک داستازي په ګډون  داصلاحاتو اوښيې  حکومتوالۍ په چارو کې د جمهوررئيس دفوق العاده استازي  احمدضيا مسعود په دفتر کې جوړه شوې وه  د شنه ښاري ترانسپورت دملي پاليسۍ ، ددايمي ترانسپورت دطرحې ، دکابل دختيځ ترمينل د جوړولو ، دزنده بانان دستيشن دبس  او دکابل دلويديځ دترمينل دځاى دبدلولو په باب خبرې وشوې .
لومړى دترانسپورت وزارت سلاکار عبدالله حبيب زي دکابل ښار ددايمي ترانسپورت دطرحې په باب رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل  چې ددغې طرحې    په باب دجمهوررئيس په مشرۍ په اقتصادي شورا کې خبرې شوې دي  او پريکړه وشوه چې يو کلن پروګرام يې برابر  اوله هغه سره سم دې ددغې طرحې دعملي کولو لپاره  بودجه وټاکل شي .
دغه راز دترانسپورت وزارت ته لارښوونه وشوه چې ددغې طرحې دعملي کولو زمينې برابرې کړي.
په دې غونډه کې دنړيوال بانک استازي وويل  چې دماليې وزارت دموافقې په صورت کې  دوى د دايمي ښاري ترانسپورت طرحه په  (  K U T)     پروژه کې  چې عملي کوونکي يې کابل ښاروالۍ ده ، شاملوي.
ددوى دڅرګندونوله مخې ؛  ددغې پروژې لګښت  ٩٠ مليونه ډالره اټکل شوى دى اوپه دريو پړاونو ويشل شوى دى.
دترانسپورت دملي کميټې په غونډه کې دکابل دختيځ ترمينل مقدماتي طرحه ، دزنده بانان  بس ستيشن  او دکابل په ماسترپلان کې دلويديځ ترمينل دځاى بدلون  دښار جوړولو دچارو وزارت دانجينرانو له خوا وړاندې شو او دکميټې  دتائيد وړ وګرځيد.
دښار جوړولو دچارو وزارت طراحانو  ددغو ترمينلونو او دزنده بانان دبس ستيشن  جوړول  دکابل ښار يوه  جدي اړتيا وبلله او ويې ويل چې ددغو طرحو عملي  کول کيداى شي دخلکو دترانسپورتي ستونزو په  کمښت ، د کاري زمينو په برابرولو او دښو خدمتونوپه وړاندې کولو اغيزمن وي.
د جمهوررئيس فوق العاده استازي د کميټې دغړو دکاري رپوټ له اوريدو  او دوړاندې شويو طرحو له تائيدولو وروسته  دښار جوړولو دچارو وزارت له مهندسانو څخه مننه وکړه او ويې ويل ؛  چې ددغو طرحو دعملي کيدو په صورت کې به  موږ دهېوادوالو دترانسپورتي ستونزې دحل کولو په برخه کې دسترو برياليتوبونو شاهدان و اوسو.
دغه راز  دکميټې له ټولو  غړو ادارو څخه يې وغوښتل  چې دخپلو  کاري چارو په پرمخ بيولو کې دې لازمه همغږي ولري او دترانسپورت په برخه کې دې  ښاريانو ته دآسانتياو دبرابرولو لپاره ښيې طرحې اوپروګرامونه جوړ کړي.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه  چې کابل ښاروالۍدې  د K U T) پروژې دتطبيق او د دايمي ښاري ترانسپورت  په باب دماليې له وزارت سره  موافقې ته ورسيږي اوپه راتلوونکي غونډه کې دې دترانسپورت ملي کميټې ته رپوټ وړاندې کړي.
دغه راز دترانسپورت وزارت دې   دځمکې  له ادارې  ، دجيوديزۍ او کارتو ګرافۍ له ادارې  ، دښار جوړولو دچارو وزارت  او له کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ کې   دترمينلونو  او دزنده بانانو دبس ستيشن د جوړولو په خاطر 
دجايدادونو دتثبيت په باب تر بلې غونډې پورې کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته