امنیت

دکورنيو چارو وزير دامنيتي ځواکونو دتدبيرونو اودرايت له امله قدردانې وکړه

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دکورنيو چارو وزير دمشورتي لويې جرګې  دامنيت دتامينولو په لاره کې دامنيتي ځواکونو دهلو ځلو له امله قدرداني وکړه .
دباخترآژانس  دخبرله مخې  :  محمد عمر داودزي په هغه پيغام کې چې  نن يې  له
همدې امله  صادر کړى دى ويلي دي  ،  امنيتي ځواکونو  په خپلو تجربو او
مسلکي زده کړو سره  وکولاى شول دمشورتي لويې جرګې دجوړولو لپاره  امن اوخوندي فضا رامنځته کړي  اودخپلو خلکو  له سوله ييز ژوند څخه دفاع وکړي.
دغه راز په دغه پيغام کې  له کابل ښاريانو څخه  چې په زغم او واقعي بيني سره  له خپلو امنيتي ځواکونوسره يې همکاري کړي ده هم قدرداني کړې ده  اودهغوى دلازياتو  همکاريو غوښتنه يي کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته