
کابل، د وږي ۶مه، باختر
د عامي روغتیا وزارت پلازمېنې کابل ښار اړوند رحمان مېنې روغتون کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د نوې څانګې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د یادې څانګې په پرانیستل کېدو سره به د کابل مرکزي روغتونونو د تغذي په څانګو کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه کمه او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو مړینه به ورسره راکمه شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې روغتون، ایرینا سلیمي روغتون د فرانسویانو روغتون او د دشت برچي روغتون کې د خوارځواکه ماشومانو د بستر کېدو لپاره څانګې پرانیستل شوې وې، چې ټول په بشپړ ډول وړیا خدمتونه ترسره کوي.