کابل باختر د ثور دمياشتې ٢٠ :
څلورتنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه د چارچينو او د دهراوود په ولسواليوکې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګرو د پوځيانو په کاروان بريد وکړ.
په ارزګان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغوجګړوکې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل: په دغو نښتوکې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي؛ ددغوجګړو په پاى کې پوځيانو دوسله والو طالبانو څو سپک او درانده جنګي وسايل او درې موټر سايکلونه ترلاسه کړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ