
کابل، د زمري ۲۹مه، باختر
کابل ښاروالۍ د ښار له بېلا بېلو بازارونو څخه د زرګونه کېلو ګرامه بې کیفیته خوراکي توکو د راټولو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په نیت، د ۱۲مې ناحیې د مسوولینو له لوري، د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنې په پایله کې ۳ زره ۶۴۵ کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او روغتیايي توکي، چې د مصرف نیټه یې هم پای ته رسېدلې وه، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په یادو توکو کې، مکروني شیدې، ملايي، مربا، د لوبیا او نخودو کانسر، چپس، چاکلیټ، بسکویټ، شامپو، صابون، څښاک مواد او یو شمېر روغتیايي توکي شامل دي.
کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د توکو د اخیستلو پر مهال د توکو کیفیت او نیټې ته په جدي توګه پام وکړي.