
کابل، د وري ۱۹مه، باختر
کابل ښاروالۍ د ښار له بېلابېلو بازارونو څخه د کابو ۷ ټنو تاریخ تېرو او بې کیفته توکو د را ټولولو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ښار اړوند د ۱۳مې ناحیې د مسوولینو له لوري له بازارونو څخه د څارنې په پایله کې ۷ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته توکي راټول او د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول.
خبرپاڼه کې د یادې ناحیې د رئیس محمد حامد امیري له قوله ویل شوي، چې په دغه توکو کې، شیدې، ملايي، چپس، نوشابه، چاکلیټ، کچپ، صابون، د مینځلو مایع او یو شمېر نور توکي شامل دي.
کابل ښاروالۍ له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د توکو د اخیستلو پرمهال نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او د نرخنامې په پلې کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
افغانمل