ټولنه

په ميدان وردګو کې د سکواتور جوړونکى ځوان وستايل شو .

کابل باختر د مرغومي  دريمه :
دميدان وردګو والي دسکواتور جوړونکى ځوان وستايه .
په ميدان وردګو کې دعمر فاروق دښوونځي زده کوونکى محمد اجمل په دې وروستيو وختو کې  دسکواتور په جوړولو بريالى شوى دى .
   دى وايي که چيرې دولت له ماسره  مالي مرسته وکړي زه کولى شم چې ډير پرمختللى او په لوړ کيفيت سره سکواتور توليد کړم
سکواتور دځمکې دکيدنې او هم دکنډوالو دجوړولو لپاره  کارول کيږي
دميدان وردګو والي زندي ګل  زماني ديولړ مراسمو په ترڅ کې ددغه نوښتګر ځوان قدرداني وکړه .
والي زده کوونکي  محمد اجمل ته دستاينې  لوحه ورکړه او ويې ويل چې د امکان ترپولې پورې به دده دعلمي پروژو په عملي کولو کې مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته