ښوونه او روزنه

په غور کې لومړنۍ کتابتون جوړيږي .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دلومړي ځل لپاره دغور ولايت دمرکز فيروز کوه کې کتابتون جوړيږي .
په همدې موخه ددغه کتابتون دجوړولو کار نن دغور ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درييس له خوا پيل شو .
دغور ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس فخر الدين ارياپور باختراژانس ته وويل چې ددغه کتابتون ودانۍ دښار جوړولو دچارو وزارت له بودجې څخه دڅه دپاسه اوو مليونو افغانيو په لګښت  جوړيږي .
ده په فيروز کوه کې دکتابتون شتون ځوانانو په تيره بيا زده کوونکو ته ارزښتناک وباله .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته