ټولنه

د هرات ښاروالۍ د اعتراض کوونکو کارکوونکو حقوق تر لسو ورځو پورې ورکول کيږي

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : د هرات د ولايتي شورا او د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د تفاهم له مخې ټاکل شوې ده تر راتلونکو لسو ورځو پورې د هرات ښاروالۍ د کارکوونکو معاشونه اجرا شي . د هرات ښاروالۍ دغه کارکوونکي له څه مودې را پديخوا د دوى د اضافه کارۍ امتيازونو د نه ورکولو په خاطر په اعتراض لاس پورې کړی دى . د هرات د ولايتي شورا رييس د سيمه ييزو ارګانونوله رييس سره په ټيلفوني اړيکه کې دغه موضوع شريکه کړه او د دغه مقام د جدي پاملرنې غوښتنه يې وکړه . دغه راز ژمنه وشوه چې سبا د هرات ښاروالۍ د منسوبينو د اضافه کارۍ د يوې مياشتې معاش اجرا کيږي او دهغوى نور حقوق ترلسو ورځو پورې ورکول کيږي. د ولايتي شورا رييس له اعتراض کوونکو سره ژمنه وکړه چې د دوى ستونزې به د اړوندو مراجعو په همکارۍ لرې شي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته