ورزش

ترکمنستان ته دافغانستان دورزشي سفر ثمره ددولسو مډالونو ګټل

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دافغانستان ورزشکارانو خپله وروستي لوبه دتيرې اوونۍ دسه شنبې په ورځ  دسياليو په پنځم پړاو کې دترکمنستان په سالون کې ترسره کړ  چې تراوسه پورې  افغانستان په دغو سياليو کې دوولس مدالونه ګتلي دي.
ددغو سياليو په يوولسمه  ورځ لوبغاړو  دشطرنج  ، فوټسال ، غيږې نيولو  او سامبو  په  څانګو کې    لوبې وکړې.
دافغانستان دفوټسال ټيم هم د جاپان ټيم په وړاندې دماتې خوړلو  سره څلورم مقام وګاټه .
دافغانستان ورزشکارانو په دغو سياليو کې يوولس ځلې لوبې وکړې  چې له دې جملې څخه  اووه لوبو کې بريالي شول او په څلورو لوبو کې يې ماتې وخوړه.
دشطرنج ملي ټيم هم دسه شنبې په ورځ  درې لوبې وکړې چې په يوه لوبه کې بريالى شو او په دوو لوبو کې يې ماتې وخوړه  او دمډال په ترلاسه کولو بريالى  نه شو.
دافغانستان داوولسو ورزشي  څانګو لوبغاړو اودترکمنستان دسالون په سياليو کې ګډون وکړ چې دسرو زرو ديوه مډال ، دسپينو زرو ديوه مډال  او د ژيړو دلسو مډالونو په ترلاسه کولو سره د دوه  شپيتو  برخه والو هيوادونو ترمنځ شپږويشتم مقام وګاټه .
دترکمنستان په سالون کې دسياليو په دې پړاو کې  شپږ ديرشو  برخه والو هېوادونو مډالونه ترلاسه کړل او اته ويشتو نورو هېوادونو کوم مډال ترلاسه نه کړاى شو.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته