امنیت

په فارياب کې دطالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د زمري لسمه :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه دفارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې  ووژل شول . 
دشيرين تګاب ولسوال سيد نعمان ګهري  دباختراژانس خبريال ته وويل  وسله والو طالبانو په لويه لاره کې دپوليسو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې  دامنيتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور طالبان ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل دنښتې په بهير کې دوه تنه وګړني ځواکونه هم  ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته