کابل باختر د تلي ٢٧ :
دتلې دمياشتې ديوويشتمې نيټې ديکشنبې دورځې په پرتله ديو انس سره زرو په بيه کې دري څلويښت ډالره زياتوالى ليدل کيږي .
دتلې دمياشتې په ٢١نيټه يو انس سرو زرو په نړيوالو بازارونو کې ١٢٧٣ ډالره وړاندې کيده .، خو نن په ١٣١٦ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٦٠٠ افغانيو ، کويټې ٢٥٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٥٠٠ افغانيو ،بحريني په دوه
زره دوه سوه افغانيو ، عربي ٢١٥٠ افغانيو ، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .
1 د یوې دقیقې څخه لږ