
کابل، د زمري ۹مه، باختر
کابل ښاروالۍ د ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې د یوشمېر فرعي کوڅو جوړولو د چارو پیل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې (د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د ۱۳مې ناحیې په پنځم او شپږم ګذر کې د ۱۰۷۸مترو په اوږدوالي د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې.)
په خبرپاڼه کې د ۱۳مې ناحیې مرستیال محمد خان ایوبي له قوله ویل شوي، چې په یاده پروژه کې د شپږم ګذر ۳ او د پنځم ګذر۷ کوڅې شاملې دي، چې د ۹۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت به د ۵ میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړې او ورسره جوخت به دسیمو د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي.
ع.ا