
کابل، د چنګاښ١٧مه، باختر
د سېلاوونو د راوتلو له امله د کابل- ګردېز پر لويه لاره د يو شمېر پلونو او سړک له وېجاړېدو وروسته چارواکو د دغو تأسيساتو د بيا رغولو خبر ورکړ.
د راپورونو له مخې، په پکتيا کې د تېرو څو ورځو پرله پسې سختو اورښتونو له امله د دغه ولايت په ځينو سيمو کې سيلاوونه راوتلي دي، له دې جملې سیلاوونو د کابل -ګردیز پر لویه لاره د کفتر خانې په سیمه کې د سړک یوه برخه او څو پلونه وېجاړ کړي دي
د پکتيا له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس مولوي نثار احمد نجات باختر آژانس ته وويل، چې د وېجاړ شوي سړک او پلونو د ترميمولو کار پيل شوى دى.
د کابل- ګردېز لویه لار د افغانستان له مهمو او تجارتی لویو لارو څخه ګڼل کیږي.
همدارنګه دغه لاره کېهر ورځ زرګونو مسافرو وړونکو موټرونه او لسګونه سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ کوي.
| ذ