سیاست

د خونړۍ جګړې مخه باید ونیول شي

کابل / د غویي ۳۰ مه / باختر
له بده مرغه په دغو وروستیو اوونیو کې جګړې  زور اخیستی دی او هره ورځ د هېواد له بېلابېلو سیمو د نښتو او ورسره جوخت د مرګ ژوبلې رپوټونه خپرېږي. که وضعیت همداسې دوام ومومي نو دا ویره شته چې سختې ورځې به مو په مخ کې وي. موږ ټول مسوولیت لرو د جګړې د لا تودېدو او پراخېدو مخه ونیسو. دا د هر رښتیني افغان ملي او اخلاقي مسوولیت دی.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د جګړې د مخنیوي پر اړتیا بحث کړی دی او لیکي:
د افغانانو هیله دا وه چې په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې موافقې له لاسلیک وروسته او همدارنګه په مسکو کې د بېلابېلو افغاني ډلو او طالبانو تر منځ له دوو ناستو وروسته به سږنی اوړی آرام او د سولې اوړی وي؛ خو اوس داسې ښکاري چې د افغان ولس دا هیله رښتیا نه شوه. په دغو وروستیوورځو کې جګړو سخت زور اخیستی دی. په کابل کې پر روغتون برید درنه مرګ ژوبله واړوله، په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید هم ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. په لغمان کې د ملي اردو اړوندانو ته د سر زیان ورسېد. پرون هم په غزني کې برید وشو، چې پرمرګ ژوبلې سربېره یې د اسلامي ثقافت مرکز ودانۍ ته هم ډېر زیان واړاوه.
که موږ د دغو بریدونو موخو، څرنګوالي، زمان او مکان ته کتنه وکړو، نو دې پایلې ته رسېږو چې دا بریدونه د افغانستان د تاریخي دښمنانو کار دی. همدارنګه بریدونه خورا پېچلي دي او دا پیچلتیا په ډاګه کوي چې د هغو تر شا ډېر پاخه مسلکي لاسونه دي. که د بریدونو عمق ته لاړشو او ټول اړخونه یې وڅېړو نو ګورو چې د افغانانو پر وژنې او زموږ د زېربناوو  پر ویجاړولو او له منځه وړلو او همدارنګه زموږ د ارزښتونو او مقدساتو پر سپکولو او ځپلو سربېره، د بریدونو د وروستۍ لړۍ یوه موخه هم دا ده چې سولې ته په ملي او نړیواله کچه ښه رامنځ ته شوی فرصت له منځه لاړ شي او هېواد د جګړې نوي پړاو ته ننوځي. تاریخي دښمن ښه پوه شوی چې اوس په سیمه ییزه او نړیواله کچه په افغانستان کې  د سولې لپاره اجماع ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او هغه ورځ لرې نه ده چې افغانان د خبرو پر ټغر سره راټول شي، پر  ټولو مهمو ستونزو او جنجالونو آزاد او آرام بحث وکړي او یو توافق ته ورسېږي. دا هغه څه دي چې د افغانستان تاریخي دښمنان یې نه غواړي. د دغه ښه او مناسب فرصت د له منځه وړلو یوه آسانه او اغېزمنه لاره همدا د جګړې ډګر تودول دی. هر څومره چې د جګړې ډګر تودېږي، همغومره ورسره مرګ ژوبله زیاتېږي او هرڅومره چې مرګ ژوبله زیاتېږي، همغومره ورسره کرکه ډېرېږي، احساسات راپارېږي او غوسه زیاتېږي. داسې ښکاري چې تاریخي دښمن په خپلودغو هڅو کې تر یو بریده بریالی دی. موږ د یو ژمن ملت په توګه باید اجازه ورنه کړو چې تاریخي دښمن دغې کرغېړنې موخې ته ورسېږي. موږ باید د جګړې مخه ونیسو، موږ باید د تاوتریخوالي د کمولو او بندولو لارې چارې ولټوو، موږ باید په هېواد کې د اوربند د ټینګولو لپاره کار وکړو. موږ باید د افغاني خبرو د پیل لپاره کار وکړو او د باور فضا رامنځ ته کړو.
ن. ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته