ښوونه او روزنه

په میدان وردګو ولایت کې دری سوه نهه نوی ښوونکي پر دندو ګمارل کیږي.

 میدان شار د وری دمیاشتی دوه لسمه باختر
په میدان وردګو ولایت کې د ښوونکو دری سوه نهه نوی خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه، چې دیارلس سوه تنو یې ازموینې ته نوم لیکنه کړې ده.
له یادې ډلې د لسانس او څوارلسم پاس نهه سوه کسانو څخه نن په پوهنې ریاست کې ازموینه واخیستل شوه.
د ښوونکو بستونو لپاره د ازموینې بهیر کې د میدان وردګو والي ، د پوهنې وزارت پلاوي او د ولایتي شورا یوشمیر استازو هم ګډون کړی وو.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات د ازموینې په بشپړ شفافیت ټینګار وکړ او وویل، چې په ټولو ادارو کې ګمارنه د لیاقت او شایسته ګۍ په اساس ترسره کیږي.
حیات د ازموینې ګډونوالو څخه مننه وکړه ، چې ټولنې ته خدمت لپاره یې د ښوونکي سپیڅلې دنده غوره کړې ده.
د پوهنې رییس  فضل الرحمن طارق هم د ازموینې پر شفافیت ټبینګار وکړ او وویل، چې ټاکل شوې کمیټه به په پوره شفافیت سره خپلې چارې پرمخ وړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته