کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
د سرورکاينات حضرت محمدمصطفى ( ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د محجوزينواو بنديانو د مجازاتو د تخفيف اوبخښنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس فرمان!
دبشريت د ناجي او د سرور کاينات حضرت محمد مصطفى ( ص) دنيکمرغه ميلاد د يو زرو درې سوه دوه نوي يمې کاليزې له امله چې لارښوونې او ارشادات يې د صلاح ، نيکمرغى، رحمت، بخښنې او مسامحې ضمانت کوي؛ د هغو محجوزينو د حجز او بند د مجازاتو تخفيف او بخښنه چې دملکي اونظامي په ګډون دمحکمو په قطعي او وروستى حکم په جزامحکوم شوى دى؛ د افغانستان د اساسي قانون د څلور شپيتمې مادې د اتلسمې فقرې له حکم سره سم په دې ډول منظورم:
د محجوزينو د مجازاتو بخښته او تخفيف
لومړۍ ماده :
هغه محجوزين چې د محکمو په قطعي او وروستي حکم په حجز محکوم شوي دي؛ د هغوى د محکوم بها د پاتې حجز په موده کې دې په دې ډول تخفيف راشي:
١_ هغه محجوزين چې له پنځو کلونو څخه زيات د حجز په جزا محکوم شوي وي؛ يوکال او شپږ مياشت.
٢_ هغه محجوزين چې له يوکال څخه زيات تر پنځوکلونو پورې د حجز په جزا محکوم شوي وي؛ يوکال .
٣_ هغه محجوزين چې تر يوکال پورې د حجز په جزا محکوم شوي وي؛ شپږ مياشتې.
هغه محجوزين چې په دې ماده کې د ليکل شوي تخفيفونو د محاسبې له مخې د دوى د محکوم بها د حجز موده بشپړيږي؛ آزاد شي .
د بنديانو د مجازاتوبخښنه او تخفيف
دويمه ماده:
هغه بنديان چې د محکموپه قطعي او وروستي حکم په بندمحکوم شوي دي؛ د دوى دمحکوم بها د پاتې بند په موده کې دې په دې ډول تخفيف راشي:
١_ هغه محکومين چې د لسو کلونو څخه زيات د بند په جزا محکوم شوي وي؛ يو کال او شپږ مياشتې.
٢_ هغه محکومين چې له پنځوکلونو څخه زيات ترلسوکلونو پورې د بند په جزا محکوم شوي وي؛ يو کال.
٣_ هغه محکومين چې له يوکال څخه ترپنځوکلونو پورې د بند په جزا محکوم شوي وي؛ شپږ مياشتې.
٤_ هغه محکومين چې تريوکال پورې د بند په جزا محکوم شوي وي؛ درې مياشتې.
هغه محکومين چې په دې ماده کې د ليکل شويوتخفيفونو د محاسبې له مخې د دوى د محکوم بها د بند موده بشپړيږي؛ آزاد شي
.
په قطعاتوکې د بنديانو د مجازاتو بخښنه او تخفيف
دريمه ماده :
١_ دملي اردو او د ملي پوليسو هغه افسران ، بريد ملان ( ساتنمنان ) او سرتيري، دملي امنيت دلوى رياست او دنظامي تشکيلاتو لرونکو نورو وزارتونو او ادارو منسوبين چې په اړوندو قطعاتوکې تر يوکال پورې په تنفيذي بند محکوم شوي دي؛ د دوى د پاتې بند په موده کې دې شپږ مياشتې تخفيف راشي.
٢_ په هغه صورت کې چې په دې ماده کې د ليکل شوى تخفيف د مودې په محاسبې سره د شخص د محکوميت موده بشپړه شي؛ له بند څخه دې آزاد شي .
د تخفيف محدوديت
څلورمه ماده:
دغه محکومين د دغه فرمان د حکمونو له نيمايي تخفيفونو څخه استفاده کولى شي:
١_ دکورنى او بهرنى امنيت پرخلاف د جرمونوهغه محکومين چې په لس کاله او له لسوکلونو څخه په کم بند محکوم شوي وي
٢_ دنشه يي توکو د جرمونو هغه محکومين چې په اته کاله او له اتو کلونوڅخه په کم بند محکوم شوي وي .
٣_ د اداري فساد د جرمونو محکومين چې په درې کاله بند او دريوکلونوڅخه کم په بند محکوم شوي وي.
د تخفيف ممنوعيت
پنځمه ماده :
دغه محکومين ددغه فرمان د تخفيف او بخښنې له ښيګڼوڅخه استفاده نه شي کولى:
١_ د شوکماري د جرمونو محکومين .
٢_ د تښتونې دجرمونو محکومين .
٣_ ديرغمل نيونې د جرمونو محکومين .
٤_ د تروريستي جرمونو محکومين .
٥_ هغه محکومين چې په روان کال کې يې د تخفيف او بخښني له فرمانونوسره استفاده کړې وي.
استثنايي تخفيف
شپږمه ماده :
هغه ښځينه محجوزينې او بنديانې چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز يا جيلونوکې شيدې خورماشوم ولري؛ د دې فرمان په لومړۍ او دويمه ماده کې دليکل شوي تخفيف په مودې سربېره د دوى په مجازاتوکې څلورمياشتې تخفيف محاسبه شي. که چيرې په دې ماده کې د ليکل شوي محکومينو د مجازاتو موده د دغه استثنايي تخفيف په محاسبې سره بشپړه شي؛ محکوم دې آزاد شي .
له بخښنې او تخفيف څخه رامنځته شوې اغيزې
اوومه ماده :
په دې فرمان کې د ليکل شوي حجز او بند د مجازاتو تخفيف او بخښنه د تاوان د جبيره کولو په باب د صادري شويو حکمونو په تحميل او تطبيق، د محکوم بها په نغدي جزا او په دې برخه کې د حق العبدي د دعوا په اقامه باندې اغيزه نه کوي.
د اړوندو ادارو مکلفيت
اتمه ماده .
١_ د ښځو د چارو وزارت مکلف دى هغه ښځې او نجونې چې د دې فرمان له حکمونو څخه په استفادې سره آزاديږي او شرعي محارم يې حاضر نه وي؛ د هغوى د شرعي محارمو تر حاضريدو پورې په اړوندو ملاتړيزو مرکزونوکې وساتي او مراتب دې په رسمي ډول د هغوى کورنيو ته ابلاغ کړي.
٢_ دکار او ټولنيزوچارو وزارت مکلف دى له اتلس کلنى څخه ښکته هغه هلکان چې د دې فرمان د حکمونو له مخې آزاديږي؛ د دوى د مشرانو د حاضريدو تر وخته پورې په اړوندو پالنځيوکې وساتي او موضوع دې په رسمي ډول ددغو ماشومانو مشرانو ته ابلاغ کړي .
تطيفوونکي مرجع
نهمه ماده
١( ددې فرمان دحکمونو دتنفيذ او تعميل په مقصد په هرولايت کې دې په دې ترتيب يو کميسيون جوړ شي .
١_ د آزادى د سلب څارنوال د رييس په توګه .
٢_ د ملي امنيت استازى د غړى په توګه.
٣_ د بنديانو په برخه کې د جيل آمر د غړى په توګه .
٤_ د محجوزينو په برخه کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز آمر د غړى په توګه .
٥_ د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون استازى د غړى په توګه .
٢( موظف کميسيونونه مکلف دى د محکومينو د سوابقو په ملاحظه کولو سره په دقيقه توګه په دې فرمان کې ليکل شوي مراتب تعميل کړي.
٣( کميسيون دې خپل کاري رپوټ دنارينه، ښځينه او ماشومانو په تفکيک او د کار د ترسره کولو په نيټې سره د استفاده کوونکو د ټول شمېر په قيد سره د عدليې او د کورنيوچارو وزارتونو او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست ته وړاندې کړي.
٤( دمحکمو د وروستيو او قطعي حکمونو د تنفيذ د تعقيب رياست دې د دغه فرمان د حکمونو سالم او دقيق تعميل وڅاري.
انفاذ
لسمه ماده :
دغه فرمان د١٤٣٥هجري قمري کال د ربيع الاول له دولسمې ڼيټې څخه چې د ١٣٩٢ هجري لمريز کال د مرغومي د مياشتې له درې ويشتمې نيټې سره سمون خوري؛ نافذ دى او په هغه کې ليکل شوي حکمونه په هغوکسانو تطبيقيږي چې د دغې نيټې تر را رسيدو پورې د هغوى پرخلاف وروستي حکم صادريږي.