امنیت

په ترينکوټ کې د ماين چاودنې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ترینکوټ باختر د تلې د میاشتې ۲۶ مه
د ترینکوټ مرکزي څلورلارې ته څېرمه پرون په موټر سايکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د يوه پولیس په ګډون اته تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
د روزګان ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې آمر میرویس باختر اژانس ته وویل چې چاودیدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و او هغه وخت د پولیسو په یوه موټر چاودنه وکړه چې پولیسو په یوه پلورنځي کې په پېر بوخت وو.
د ولایتي روغتون سرطبیب ضیا الرحمان وايي چې د پېښې له ځای څخه نهه تنه ټپيان ور وړل شوي چې يو تن يې پولیس دی او نوريې ملکي وکړي دي.
ده وویل چې د دريو تنو ملکي وکړو روغتيايي حالت د انديښنې وړ و چې يو يې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته