Uncategorizedتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د کابل غيردولتي ورځپاڼو ته يوه کتنه

کابل / د تلې ٥ مه / باختر:
یو شمېرمحدودو غیر دولتي ورځپاڼو په هیواد کې پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسئلو بحث کړى دى.
د اطلاعات روز ورځپاڼې “د افغانستان په اړه د ترکي ژبو هیوادونو د همکارۍ شورا فوق العاده غونډه به په استانبول کې جوړه شي” ترعنوان لاندې ليکلي دي.
ټاکل شوې ده ترکیه په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو د بیاکتنې او ارزونې په موخه د ترکي ژبې د همکاریو د شورا د بهرنیو چارو وزیرانو د فوق العاده غونډې کوربه وي.
ټاکل شوې دا غونډه نن په استانبول کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بلنه ترسره شي.
مقاله لیکي: “هیڅ بل هیواد باید د افغانستان حساس وضعیت د خپلو موخو لپاره ونه کاروي.”
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي هیڅ هیواد باید د افغانستان حساس وضعیت په خپله په ګټه ونه کاروي.
“د 8 صبح ورځپاڼې، ” د بانکي سیسټم پیاوړي کولوهڅې، ښاريان: د بانکدارۍ پرفعالیتونو دې محدوديتونه لرې شي” ترسرلیک لاندې لیکلي.
طالب چارواکي وايي چې د بانکي سکتور پیاوړتیا، د سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي وده د دوی لپاره مهم دي، او له همدې امله دوی به په دې برخه کې اغیزمنې هڅې وکړي.
مرکزي بانک په دې برخه کې د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا د مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د همغږۍ غونډه د مرکزي بانک د سرپرست محمد ادریس، د بانکونو اتحادیې رییس او د سوداګریزو بانکونو استازو په ګډون جوړه کړی ده.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته