ټولنه

دجلګي لپاره دطالبانو تش په نامه ولسوال ونيول شو

کابل باختردزمري دمياشتي  ١٨ :

هغه سړي چې ويل کيږي  دبغلان ولايت  دجلګي ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه ولسوال و دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.

دغه سړي چې مولوي عبدالفتاح بلل شوى دى  نن سهار دنهرين ولسوالۍ دپلخمري  په لويه لاره کې نيول شوى دى .

دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيدزمان الدين  حسيني باختراژانس سره  په اړيکه کې وويل  چې دجلګي ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نامه ولسوال ملا عبدالفتاح دپراخو ترورستي بريدونو دترسره کولو نيت درلود چې ونيول شو.

 ده وويل چې ملاعبدالفتاح څوکاله  ديوې ديني مدرسي  استاد و او په دې وروستيو وختو کي  دطالبانو دډلې له خوا دولسوال په توګه ټاکل شوي و خو ملاعبدالفتاح رسنيو ته وويل چې په خپله امنيتي ځواکونوته تسليم شوى دى نه دا چې ددغو ځواکونو له خو انيول شوى دى .

دى وايي دوسله والو طالبانو په ورانکارو هدفونو له پوهيدو وروسته له هغوى  سره له همکاري  څخه لاس واخيست او افغان ځواکونو تسلم شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته