کابل باختر د غبرګولي اوولسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان چې په قندهار کې يې دتروريستي فعاليتونو نيت درلود پرون دملي اردو دعسکرو له خوا ونيول شول .
دملي دفاع وزارت ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: څلور تنه وسله وال طالبان چې دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو لپاره دقندهار ولايت خاکريز ولسوالۍ ته استول شوي و له يوې اندازې وسلې اومهماتو سره ونيول شول . ديوبل خبر له مخې، دملي اردو ځواکونو هغه درې تنه تروريستان چې دنيمروز ولايت ددلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتروريستي فعاليتونو نيت درلود له يوه سراچه ډوله موټر ، دوو ځانمرګو واسکټونو ، دولسو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو ، دوو تومانچو ، څلورو کيلوګرامو چرسو او يو کيلو ګرامه اپينو سره ونيول
2 د یوې دقیقې څخه لږ