امنیت

ديوې ځوانې نجلۍ مړى ترلاسه شو.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٧ :
ديوې ځوانې نجلۍ مړى پرون مازيګر دهرات ولايت دزنده جان ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ترلاسه شو.
دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل لومړني څيړنې ښيي چې دغه شپاړلس کلنه نجلۍ په ډزوسره وژل شوې ده  اوپه بدن کې يې  څلور ګولۍ لګيدلي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل  تراوسه پورې  ددغې پيښې انګيزه نه ده مشخصه شوې  خو  دپيښې دڅيړ نې کار پيل شوي دي.
په څو تيرو ورځو کې  دا په هرات ولايت کې  دوژنې دويمه پيښه ده اوپخوا هم ديوې پنځه ويشت کلنې ښځې مړى چې ويل کيږي په نامعلومو دلايلو يې ځان وژلي و  دهرات ولايت   دګلران ولسوالۍ   په مربوطاتوکې ترلاسه شوى و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته