ټولنه

په هرات کې ديوه ځوان سړي ځان وژنه .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٣
يوه ځوان سړي تيره شپه په هرات ولايت کې ځان وواژه، تراوسه پورې ددغه ٢٥ کلن ځوان دځان وژنې علت معلوم نه دى .
دهرات ولايت يوه سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ دغه ځوان دشينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکى و . ددغه ځوان مړى تيره شپه روغتون ته ليږدول شوى دى .
ديادونې وړ ده چې دتيرو دوو مياشتو په بهير کې دا څلورم سړى دى چې په دغه ولايت کې په ځان وژنې لاس پورې کوي.
مخکې له دې هم يوه ځوان په انجيل ولسوالۍ کې ځان زندى کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته