امنیت

دافغانستان په جنوب کې دناتو ديوې ترانسپورتې الوتکې دراغورځيدو له امله دڅلورو تنو بهرنيانو وژل کيدل .

کابل باختر  دثور  ديرشمه :
دافغانستان په جنوب  هلمند ولايت کې دناتو  ديوې ترانسپورتې الوتکې دراغورځيدو له امله څلور تنه  بهرنۍ اتباع ووژل شول او څه ناڅه پنځه تنه نور ټپيان شول.
  دغې الوتکې  داذربايجان  په يوه هوايي شرکت پورې  اړه لرله  چې دناتو له خوا  چارتر شوې وه .
الوتکه  کله يې چې غوښتل  په ګرمسير ولسوالۍ کې  دامريکايي پوځيانو  په اډه کې  ناسته وکړي  له  فني ستونزې سره مخامخه شوه  او په ځمکې له لګيدو وروسته يې  اور واخيست .
دهلمند ولايت  يوه امنيتي مقام  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دې پيښه کې  ددغې الوتکې  څلور تنه کارکوونکي  وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ددغې پيښې قربانيان او ټپيان  داذربايجان  ،  اوکراين او دازبکستان اتباع بلل شوي دي .
  دغه امنيتي مسوول وويل  چې  ددغې الوتکې  په راغورځيدو کې دتروريستي ډلو  هيڅ راز تحرک  نه دى کارول شوى .  له بلې خوا داذربايجان رسنيو خبر ورکړى دى  چې په دې پيښه کې ددغې الوتکې  اته واړه  سپرلۍ له منځه تللي دي
تراوسه پورې ناتو  په دې باب  څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته