خبرونهټولنه

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر هرات ته سفر وکړ

کابل، د زمري ۱۶ مه، باختر
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالولي حاجي وارث هرات ته په سفر کې وویل چې له څو نورو وزارتونو سره په همغږۍ په داسې طرحې کار کوي چې وکولای شي په هېواد کې د وزګارتیا کچه را ټيټه کړي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د باختر آژانس له خبریال ته ویلي چې د ښارونو په کچه د حقیقي سوالګرو د پېژندنې لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی چې له دې لارې وکولای شي هغوی د سرې میاشتې ریاست او مرستندویو موسسو ته معرفي کړي چې له هغوی سره هره میاشت مرسته وشي.
مولوي عبدالولي حاجي وارث وویل چې بې سرپرستو ماشومانو ته د زده کړې او مرستې رسولو پروګرام ترلاس لاندې لري چې ټول بې سرپرسته ماشومان له بازار څخه راټول او تر زده کړې لاندې ونیسي.
دغه لوړ پوړی مقام زیاتوي چې د عامې روغتیا او د پوهنې وزارتونو په همکاری د روږدو کسانو د راټولولو طرحه هم ترلاس لاندې لري چې دغه روږدي کسان له سړکونو راټول او تر درملنې او زده کړې لاندې ونیسي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر زیاتوي چې دغه وزارت د خلکو له ستونزو خبر دی او اوس د ټولنې ټولو قشرونو ته کانونو د کلیو د بیا رغاونې او کرنې له لارې د کار زمینې د برابرولو پلان په پام کې لري.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر هرات ته په خپل سفر کې له بهرنیو او کورنیو موسسو وغوښتل چې خلکو ته د مقطعي پروګرامونو د اجرا کولو پرځای د فن او حرفې ته پاملرنه وشي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست زیاتوي چې دغه وزارت له هغو خیریه موسسو او بنسټونو سره چې د کار موندنې زمینه برابروي هر راز همکاري ته چمتو دی.
ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا