اقتصاد

پنځلس مليونه ډالره او٢٢٠ مليونه کلدارې ليلاميږي

کابل باختر د مرغومي د مياشتې ٣٠:
مرکزي بانک (١٥) مليونه ډالره او٢٢٠ مليونه کلدارې د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د سلواغې د مياشتې په ٣ نيټه د شنبې په ورځ (١٥) مليونه ډالره او٢٢٠ مليونه کلدارې د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون ٥٠٠ زره افغانۍ يې د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل  حسابونه دې  دورځې په پاى کې تصفيه کړي  .
له ټولوبرخه والوڅخه غوښتنه کيږي چې د داوطلبۍ فورمې د سهار تر نهوبجو پورې د بازار د عملياتو له مديريت او په ( هرات، جلال آباد، قندهار، مزارشريف  او ګرديز ) کې د افغانستان بانک د زونونوله مرکزونو څخه ترلاسه کړي او تر نهو بجو او لسو دقيقو پورې دې بېرته اړوندو موظفينو ته وسپاري .
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې دمعاملــو قسمي تر سره کول  مجاز نه  دى، د   ليلام
ګټوونکي دې د خپل  ذمت  پيسې ټولې يوځاى په  نغدي ډول اوپه حوالــــې سره     په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې  کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته