-رنګون باختر دثور شپاړلسمه :
په ميانمار يا برما کې نن دسخت توپان دچليدو له امله څه ناڅه اتلس تنه ووژل شول او څلور ويشت تنه نور ټپيان شول .
دغه مرګ ژوبله په ماندالا ښار کې چې دبرما دويم ستر ښار دى اوښتې ده .
دنړيوالو خبري سرچينو دخبر له مخې تيره اوونۍ هم دبرما په ماندالا کې دسخت توپان دچليدو له امله څه ناڅه يوسلو شل تنه زيانمن شوي و .
دغه توپان دغه راز داستوګنې دڅه ناڅه ١٤٠٠ کورونو او ودانيو او د ٦١ ښوونځيو دويجاړيدو او دزرګونوکورنيو دبريښنا دبهير دبنديدو سبب شوى دى . مرستندوى ځواکونه په سيمه کې زيانمنو شويو خلکو ته دمرستې رسولو په حال کې دي او درسيدلو تاوانونوکچه څه دپاسه دونيم مليونه ډالره اټکل شوې ده.
1 د یوې دقیقې څخه لږ