خبرونهTOPټولنه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۲ کال د کار د پیل او پای وخت مشخص کړ

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د کار او ټولنيزو چارو وزارت نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره په مرکز او ولايتونو کې د ۱۴۰۲ کال مطابق د ۱۴۴۴ او ۱۴۴۵ د مامورينو د کار د پيل او پاى موده مشخصه کړې ده.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د شنبې څخه تر چهارشنبې پورې، د سهار په ۸:۰۰ بجو کار پیل کوي او د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو پای ته رسیږي، چې په کې د ماسپښین له ۱:۰۰ تر ۲:۰۰ بجو د ډوډۍ او لمانځه لپاره یو ساعت وقفه مشخصه کړل شوې ده.

همدارنګه د پنجشنبې په ورځ؛ د سهار په ۸ بجو د کار پیل او د ماسپښین په ۱ بجه پرته له وقفې څخه پای ته رسېږي.

یاد وزارت همداراز د پنجشنبې په ورځ پرته له ځنډه د روژې په مبارکه میاشت کې د سهار په ۸ بجو د کار پیل او د ماسپښین په ۱:۰۰ بجه د کار پای اعلان کړی دی.

له بلی خوا؛ د کال په دوهمو شپږو میاشتو کې، د شنبې څخه تر چهارشنبې پورې، کار د سهار په ۸:۰۰ بجو پیلېږي او د ماسپښین په ۳:۳۰ پای ته رسېږي، چې په کې د ماسپښین له ۱:۰۰ تر ۲:۰۰ بجو د ډوډۍ او لمانځه لپاره یو ساعت وقفه مشخصه کړل شوې ده.

او همدرانګه به د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۸:۳۰ بجو کار پیلېږي او د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه پرته له وقفې پای ته رسېږي.

په دغه خبرپاڼه کې دغه راز د تولید، خدمتونو، دایمي فعالو سکتورونو، خپرونو، روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو موسسو ته هم لارښوونه شوې، چې د کاري ځانګړتیاوو، اقلیمي شرایطو او اړوند قوانین او مقررات په نظر کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پیل او پای وخت د کال په لومړیو شپږو میاشت کې ۴۰ ساعته او دوهمو شپږو میاشتو په اوونۍ کې ۳۵ ساعته تنظیم کړي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا