ورزش

دصرافانو او اتفاق ټيمونه لوبه کوي

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ١٤
دهرات دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي.
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دصرافانو او اتفاق ټيمونه لوبه کوي.
دهرات دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ داتو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي چې په اوونۍ کې څلور ورځې دوام کوي.
ديوبل خبرله مخې :
په هرات کې دفوټبال دحذفي جام دسياليو په دوام پرون دهيري ټيم دميوند ټيم ته ماتې ورکړه.
نوروزي زياته کړه : دفوټبال دحذفي جام سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون په هرات کې پيل شوې دي چې په اوونۍ کې درې ورځې دوام مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته