خبرونهسیاستاقتصاد

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین: پر څه د پاسه ۳۷ زره کورنیو او بهرنیو اتباعو د کار جوازونه وېشل شوي

کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین وايي، چې په تېر یو کال کې پر ۳۸ زره  کورنیو او بهرنیو اتباعو د کار جوازونه وېشل شوي دي.

د باختر آژانس د خبریال د خبر له مخې، د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت نن ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې د وزګارتیا او بېوزلۍ د کمښت او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هڅې کوي. په خبره یې، د هېواد په کچه د مناسب کاري چاپیریال رامنځته کول یې لومړیتوب دی.

هغه وویل چې دغه وزارت په پام کې لري د وزګارتیا کچه را ټيټه کړي او وزګار کسان په کار وګوماري.

په وینا یې، د قوشتېپې کانال په پرانیستلو، د سرپل د تېلو او ګازو په ایستلو، د عینکو د مسو د کان د ایستلو او د نوي کابل د جوړولو په پروژو سره به په زرګونو تنه په کار وګومارل شي.

هغه د ۹ سوه زرو افغانانو د وزګارتیا په اړه د سیګار وروستی رپوټ ناسم وباله.

د کار معین وویل، په تېر یو کال کې د هېواد اتباعو ته ۳۷ زره ۳ سوه ۲۳   او بهرنیو اتباعو ته ۱۲۹۷ د کار جوازونه وېشل شوي چې له لارې یې ۳۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

مولوي عبدالسلام سعادت په دې غونډه کې زیاته کړه، دغه وزارت د نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو، وزګارو کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو او له شاقه کارونو څخه د ماشومانو د مخنیوي طرحې د تصویب لپاره کابینې ته استولي دي.

هغه وویل، د هېواد د مرکز او ولایتونو په لسو پالنځیو کې ۷۵۰۰ یتيم او بې سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي او له ۲۶ زره ۶۴ بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.

هغه وویل، دغه وزارت د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې ۵۹۷ تنه روزلي دي.

د کار معین وویل، له سړکونو څخه د سوالګرو د راټولولو طرحه د اسلامي امارت مشرتابه منظوره کړې او ټاکل شوې چې دغه طرحه په نږدې راتلونکي کې د اړوندو بنسټونو له خوا تطبیق شي او د هغه له مخې هغو سوالګرو ته چې د کار کولو توان لري د کار زمینه برابريږي او هغو کسانو ته چې د کار وړتیا نه لري معاش ورکول کېږي او د هغو کسانو مخه به هم ونیول شي چې سوالګري ورته یوه حرفه ده.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا