خبرونهټولنه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۶۵ زره کسان د کار په موخه بهرنیو هېوادونو ته لېږي

 کابل، د لړم ۱۷مه باختر

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار په موخه بهر ته د زرګونو ځوانانو د لېږلو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت معین مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي، چې ۵۰ زره کارکوونکي او ۱۵زره شپانه هېوادوال به د مزدورۍ په موخه قطر، سعودي او ترکيې ته ولېږي.

د نوموړي په خبره یادو هېوادونو تازه له اسلامي امارت سره ژمنه کړې، چې په مختلفو برخو کې به افغان کارکوونکي ومني.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال ګڼ افغانان د کار په لټه کې په قاچاقي ډول په خطرناکو او غیر قانوني لارو بهر ته د تللو هڅه کوي، چې له کبله يې له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت همدارنګه پرون خبر ورکړی و، چې د لوګر د مس عینک کان د را سپړلو عملي چارې به ژر پیل او تر ۲۰ زرو ډېرو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا