کابل باختر د تلې د مياشتې ٨ :
پاکستان ته ديوولسو امريکايي جنراتورونو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
دملي امنيت منسوبينو دغه جنراتورونه دمهمند درې ولسوالۍ له يوې کنډوالې څخه تر لاسه کړي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: يوشمير کسانو دسيمې د استخباراتو په لارښوونه غوښتل دغه جنراتورونه په غير قانوني ډول پاکستان ته وليږدوي.
ده وويل : ددغو جنراتورونو د ليږدونې د عاملينو د نيولو لپاره هڅې دوام لري ويل کيږي دغه جنراتورونه د امريکايي ځواکونو په يوې اډې پورې مربوط و او دانرژې د توليد لوړ ظرفيت لري.
1 د یوې دقیقې څخه لږ