کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يومشهور قوماندان دافغانستان په جنوب کې ونيول شول .
دهلمند ، قندهار او روزګان دولايتونولپاره دوسله والو طالبانو دډلې دپوځي کميسيون په مرستيال اقا محمد پرون بريد وشو او ونيول شو .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل په ملا اقا محمد په هلمند کې دده په پټنځي کې کله چې ديولړ ډار اچوونکو پيښو په پلان جوړولو بوخت و بريد وشو او ونيول شو .
ويل کيږي چې په دغو ځانګړو عملياتو کې څو تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
جاويد سليم وايي چې پوځيانو دوسله والو طالبانو دډلې ددغه مشهور قوماندان په پټنځي کې يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ