خبرونهاقتصادTOP

د کانونواو پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد د اقتصادي ودې لپاره پر زیاتو هلو ځلو ټينګار وکړ

کابل، د لیندی لومړۍ نېټه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د دغه وزارت له هغو کارکوونکو سره په لیدنه کې چې د ماسټرۍ ترکچې یې زده کړې کړې دي وغوښتل، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره زیاتې هلې ځلې وکړي.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په هغې خبرپاڼه کې چې د کانونو او پټروليم وزارت له خوا خپره شوې راغلي، چې په دې کتنه کې د دغه وزارت يو شمېر معینانو او رييسانو هم شتون درلود؛ شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور وویل، چې د دغه وزارت کارکوونکي باید د هېواد د اقتصادي ودې او موخو ته د رسېدو په برخه کې د پخوا په پرتله ډېر کار وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ماسټر کارکوونکي د هېواد سرمایه وبلله او ویې ویل: موږ هڅه کوو چې ټول کارکوونکي په ځانګړې توګه هغه کسان چې په هڅو سره یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی، د خپلې تحصیلې رشتې مطابق د یاد وزارت په چارو کې دنده ترسره کړي.

نوموړي د اداري فساد پر ناوړه پايلو هم خبرې وکړې او د وزارت له کارکوونکو يې وغوښتل چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل ديني او وجداني مسووليتونه ادا کړي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا